#خوست؛ د افغاني سرې میاشتې د #والیبال لوبډلې د زرغون وطن جام اتلولي وګټله
دوشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۷
د خوست ولایت د زرغون وطن والیبال #جام سیالیو کې د #افغاني_سرې_میاشتې د والیبال لوبډلې په غوره لوبو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.
دغه #ټورنمنټ، چې د شپږو لوبډلو ترمنځ د خوست ولایت په شیخ زاید جمنازیم کې ترسره شوی و، د افغاني سرې میاشتې لوبډلې او میلاد سټیل لوبډلې #پایلوبې ته لاره وموندله، چې په پایله کې د افغاني سرې میاشتې لوبډلې خپلې سیالې میلاد سټیل لوبډلې ته درې پر صفر ماتې ورکړه او د سیالیو #اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د ټورنمنټ له پیله تر پایه خپلې ټولې سیالۍ وګټلې او په غوره #ځلېدا سره یې پایلوبې ته لاره موندلې وه.
دغه سیالۍ د ورزش د ودې، د ځوانانو د هڅونې او د سالمو #ورزشي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې وې.
🔗 https://arcs.af/dr/node/8970
=========================
#Khost: ARCS #Volleyball Team Wins the Zarghoon Watan Cup Championship
Monday, May 25, 2026
The #ARCS volleyball team claimed the #championship title of the Zarghoon Watan Volleyball Cup held in Khost Province following an outstanding performance.
The #tournament, held at the Sheikh Zayed Gymnasium in Khost Province among six teams, concluded with ARCS and Milad Steel advancing to the final. In the #final match, the ARCS team defeated Milad Steel 3–0 to secure the championship title.
The ARCS team remained #unbeaten throughout the tournament, winning all of its matches and earning a place in the final through an impressive performance.
The competition was organized to promote #sports, encourage youth, and strengthen healthy sporting activities.
🔗 https://arcs.af/dr/node/8971
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2058925894220095564 ]



































