د #افغاني_سرې_میاشتې مرستیال د #بېلګېټس بنسټ له مسؤولې سره د پولیو پر مخنیوي خبرې وکړې
چهارشنبه، ۲۲ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د بېلګېټس بنسټ د #آسیا لپاره د پولیو برخې له مسؤولې آغلې اناماریا سره په #افغانستان کې د پولیو د مخنیوي، د واکسین کمپاینونو د پیاوړتیا او راتلونکو همکاریو په اړه آنلاین ناسته وکړه.
ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د #پولیو_واکسین په برخه کې د بېلګېټس بنسټ د دوامداره همکاریو مننه وکړه او د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې یې د واکسین بهیر بریالی وباله. هغه ډاډ ورکړ، چې افغاني سره میاشت به د پولیو د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.
له بل لوري د آسیا لپاره د بېل ګېټس بنسټ د پولیو برخې مسؤولې د پولیو د مخنیوي په برخه کې د افغاني سرې میاشتې رول مهم وباله او ویې ویل چې په #سیمه کې د پولیو له منځه وړلو لپاره ګډو هڅو او دوامداره همکاریو ته اړتیا ده. نوموړې زیاته کړه، چې د پولیو واکسین د تطبیق بهیر باید په منظم ډول دوام ومومي؛ څو ټول #ماشومان تر پوښښ لاندې راشي او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره لازم ګامونه پورته شي.
=========================
#ARCS Vice President Discusses Polio Prevention with #Bill & #Melinda_Gates Foundation Representative
Wednesday, March 11, 2026
Hafiz Azizur Rahman, Vice President of the ARCS, held an online meeting with Ms. Ana Maria, Head of the #Polio Program for Asia at the Bill & Melinda Gates Foundation, to discuss polio prevention, strengthening #vaccination campaigns, and future cooperation in #Afghanistan.
Mr. Rahman expressed gratitude for the Foundation’s continued support for polio vaccination and highlighted the successful rollout of vaccination programs across Afghanistan in 2025. He assured that the ARCS will #strengthen its efforts to eradicate polio.
Ms. Ana Maria praised ARCS’s critical role in polio prevention, noting that eradicating polio in the #region requires joint and sustained efforts. She emphasized that vaccination programs must continue systematically to ensure all #children are reached and the disease is ultimately eliminated.
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2031689443921608773 ]











