#بغلان؛ ۱۰۲ #رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې
دوشنبه، ۱ ذو الحجه ۱۴۴۷
د #افغاني_سرې_میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري، مرکزي بغلان او خنجان ولسوالیو کې ۱۰۲ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د #لومړنیو_روغتیايي_مرستو بستې ووېشل شوې.
یادې #بستې د هغو ۱۷۰ رضاکارانو لپاره د مرستو د وېش لړۍ برخه ده، چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري، مرکزي بغلان، خنجان، بنو، دهنه غوري او دوشي ولسوالیو کې ترې برخمن شي.
ټاکل شوې ده، چې یاد رضاکاران به د دغو بستو په وسیله د #بېړنیو_پېښو پر مهال زیانمنو هېوادوالو ته لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې په راتلونکو ورځو کې به د بنو، دهنه غوري او دوشي ولسوالیو ۶۸ رضاکارانو ته هم د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شي.
افغاني سره میاشت د رضاکارانو د #ملاتړ او تجهیز له لارې هڅه کوي د بېړنیو پېښو پر مهال د لومړنیو روغتیايي مرستو وړاندې کولو کچه لا پیاوړې کړي.
🔗 https://arcs.af/dr/node/8916
=========================
#Baghlan: Basic First Aid Kits Distributed to 102 #Volunteers
Monday, May 18, 2026
The #ARCS distributed basic first aid kits to 102 male and female volunteers in Pul-e-Khumri city, as well as in Baghlan-e-Markazi, and Khinjan districts of Baghlan Province.
These #kits are part of a distribution process for 170 volunteers who will benefit from the assistance in Pul-e-Khumri city, and Baghlan-e-Markazi, Khinjan, Banu, Dahana-e-Ghuri, and Dushi districts of Baghlan Province.
Using these kits, the volunteers will provide #first_aid services to affected people during emergencies.
It is worth mentioning that basic first aid kits will also be distributed to 68 volunteers in Banu, Dahana-e-Ghuri, and Dushi districts in the coming days.
The ARCS strives to further #strengthen the delivery of basic first aid services during #emergency situations through supporting and equipping volunteers.
🔗 https://arcs.af/dr/node/8920
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2056396947599049177 ]



