#کندز؛ ۳۶ تنه رغېدلي #رواني_ناروغان خپلو کورونو ته ستانه شول
شنبه، ۶ ذو الحجه ۱۴۴۷
د #افغاني_سرې_میاشتې له لوري د شمال ختیځ زون په کچه د کندز ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۶ تنه نارینه او ښځینه #رغېدلي رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول.
په یاد مرکز کې دا مهال شاوخوا ۴۰۰ رواني ناروغان #بستر دي، چې د کندز، #تخار، #بدخشان او #بغلان ولایتونو څخه ور لېږدول شوي او په منظم ډول تر دوامدارې درملنې او روغتیايي څارنې لاندې ساتل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې افغاني سره میاشت د هېواد په شپږو زونونو (#کابل، #کندهار، #ننګرهار، #بلخ، #هرات او کندز) کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونه لري، چې پکې رواني ناروغانو ته روغتیايي او رواني خدمات وړاندې کېږي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د رواني ناروغانو د ساتنې او #درملنې مرکزونو له لارې هغوی ته د بېرته عادي ژوند د ورګرځېدو او ټولنې ته د ادغام زمینه برابره کړي.
=========================
#Kunduz: 36 Recovered Mental Health #Patients Returned to Their Homes
Saturday, May 23, 2026
The #ARCS discharged 36 recovered male and female #mental_health patients from the Mental Health Care and Treatment Center of Northeastern Zone in Kunduz Province, and they returned to their homes after completing their #treatment.
Currently, around 400 mental health patients are receiving care at the center. They were referred from the provinces of Kunduz, #Takhar, #Badakhshan, and #Baghlan and continue to receive ongoing treatment and regular health monitoring.
It is worth noting that ARCS #operates mental health care and treatment centers across six zones of the country (#Kabul, #Kandahar, #Nangarhar, #Balkh, #Herat, and Kunduz), where patients are provided with medical and #psychological services.
Through these centers, ARCS strives to #support patients in returning to normal life and facilitate their reintegration into society.
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2058215195311538325 ]
#Afghanistan #Kabul #Kandahar #Kunduz #Nangarhar #Badakhshan #Takhar #Herat #Balkh



