#لغمان کې د #زلزله_ځپلو لاسنیوی؛ ۷۰۰ کورنۍ له روغتیايي بستو برخمنې شوې

یکشنبه، ۲۵ شوال ۱۴۴۷

د #افغاني_سرې_میاشتې له لوري د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې ۷۰۰ زلزله ځپلې کورنۍ د روغتیايي بستو له مرستو برخمنې شوې.

یادې #مرستې چې د ملي ټولنو د #نړیوال_فدراسیون له لوري چمتو شوې وې، هرې کورنۍ ته د روغتیايي ستونزو د مخنیوي په موخه د #روغتیا_ساتنې یوه یوه بسته ورکړل شوه.

همداراز، له دغو کورنیو څخه ۴۰۰ کورنیو ته د انساني کرامت بستې هم ووېشل شوې، چې د حفظ‌ الصحې پر توکو مشتملې وې.

افغاني سره میاشت د #طبیعي_پېښو له زیانمنو کورنیو سره د بشري مرستو او ملاتړ بهیر دوامدار پر مخ وړي.

🔗 https://arcs.af/dr/node/8549

=========================

Support for #Earthquake_Victims in #Laghman: 700 Families Receive Health Kits

Sunday, April 12, 2026

The #ARCS distributed health kits to 700 families affected by the earthquake in Alingar District of Laghman Province.

These #supplies, provided with support from the #IFRC, aim to help prevent health-related issues. Each family received one health kit.

In addition, 400 of these families received #dignity_kits containing hygiene items.

The ARCS continues to provide humanitarian assistance and support to families affected by #natural_disasters.

Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2043324692392767928 ]

#Afghanistan #Laghman

#ارزګان کې رضاکارانو ته د عامه پوهاوي لپاره د #حفظ_الصحې او کرامت کېټونه ورکړل شول

شنبه، ۲۴ شوال ۱۴۴۷

د #افغاني_سرې_میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په دهراود او چهارچینو ولسوالیو کې ۸۰ تنو #رضاکارانو ته د حفظ الصحې او #کرامت کېټونه ووېشل شول، ترڅو د عامه پوهاوي په فعالیتونو کې ترې ګټه واخلي.

په وېشل شوو #توکو کې صابونونه او اړین روغتیايي مواد شامل وو، چې د عامې روغتیا د ساتنې او د شخصي حفظ الصحې د پیاوړتیا لپاره کارېږي.

ټاکل شوې ده چې دغه توکي به د افغاني سرې مياشتې د #عامه_پوهاوي د غونډو پر مهال د رضاکارانو له خوا پر سیمه‌ ییزو اوسېدونکو ووېشل شي.

افغاني سره میاشت ژمنه ده، چې د عامه پوهاوي د #پیاوړتیا او د روغتیايي خدماتو د ښه والي لپاره ورته فعالیتونه په دوامداره توګه پلي کړي.

🔗 https://arcs.af/dr/node/8537

=========================

#Hygiene and Human Dignity Kits Provided to Volunteers for Public Awareness in #Uruzgan

Saturday, April 11, 2026

The #ARCS distributed hygiene and #dignity_kits to 80 volunteers in the Deh Rawood and Charchino districts of Uruzgan Province to support their public awareness activities.

The distributed #items included soaps and essential health supplies, which are used to maintain public health and strengthen personal hygiene.

The items will be distributed to local residents by #volunteers during ARCS public awareness sessions.

The ARCS is committed to continuing to implement such activities to #strengthen public awareness and improve health services.

🔗 https://arcs.af/dr/node/8540

Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2042920523043057901 ]

#Afghanistan