#ارزګان کې رضاکارانو ته د عامه پوهاوي لپاره د #حفظ_الصحې او کرامت کېټونه ورکړل شول

شنبه، ۲۴ شوال ۱۴۴۷

د #افغاني_سرې_میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په دهراود او چهارچینو ولسوالیو کې ۸۰ تنو #رضاکارانو ته د حفظ الصحې او #کرامت کېټونه ووېشل شول، ترڅو د عامه پوهاوي په فعالیتونو کې ترې ګټه واخلي.

په وېشل شوو #توکو کې صابونونه او اړین روغتیايي مواد شامل وو، چې د عامې روغتیا د ساتنې او د شخصي حفظ الصحې د پیاوړتیا لپاره کارېږي.

ټاکل شوې ده چې دغه توکي به د افغاني سرې مياشتې د #عامه_پوهاوي د غونډو پر مهال د رضاکارانو له خوا پر سیمه‌ ییزو اوسېدونکو ووېشل شي.

افغاني سره میاشت ژمنه ده، چې د عامه پوهاوي د #پیاوړتیا او د روغتیايي خدماتو د ښه والي لپاره ورته فعالیتونه په دوامداره توګه پلي کړي.

🔗 https://arcs.af/dr/node/8537

=========================

#Hygiene and Human Dignity Kits Provided to Volunteers for Public Awareness in #Uruzgan

Saturday, April 11, 2026

The #ARCS distributed hygiene and #dignity_kits to 80 volunteers in the Deh Rawood and Charchino districts of Uruzgan Province to support their public awareness activities.

The distributed #items included soaps and essential health supplies, which are used to maintain public health and strengthen personal hygiene.

The items will be distributed to local residents by #volunteers during ARCS public awareness sessions.

The ARCS is committed to continuing to implement such activities to #strengthen public awareness and improve health services.

🔗 https://arcs.af/dr/node/8540

Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2042920523043057901 ]

#Afghanistan