#کابل؛ یوې زیانمنې کورنۍ ته #نغدي_مرسته، چې د ورښتونو له امله یې څلور غړي له لاسه ورکړي و
دوشنبه، ۷ شعبان ۱۴۴۷
د #افغاني_سرې_میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري مرکزي دفتر کې د کابل ښار ۱۲ ناحیې د هغې #زیانمنې شوې کورنۍ له سرپرست سره پنځوس زره (۵۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وکړه، چې څو ورځې وړاندې یې په #ورښتونو کې د کور نړېدو له امله د کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي و.
د نغدي مرستې د سپارلو پر مهال عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د یادې کورنۍ له سرپرست سره په دې غميزه کې ځان شریک وباله او ډاډ یې ورکړ، چې افغاني سره میاشت یې ترڅنګ ولاړه ده. نوموړي څرګنده کړه، چې نږدې راتلونکي به د #هېواد په #خوست، #کندهار، #میدان_وردګ، #پروان او #غور ولایتونو کې هم له هغو ۲۱ کورنیو سره، چې د وروستیو ورښتونو له امله یې د کورنۍ غړي له لاسه وکړي؛ د افغاني سرې میاشتې له لوري نغدي مرسته ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغاني سرې میاشتې د ژغورنې ټیمونو د پېښې په لومړیو شېبو کې زیانمنې شوې کورنۍ ته ځان ورساوه، ټپیان یې روغتون ته ولېږدول او د کورنۍ د سرپرست په غوښتنه یې شه.ـ.یدان شوي غړي خپل پلرني ټاټوبي #ننګرهار ته انتقال کړل.
🔗 https://arcs.af/dr/node/7787
=========================
#Kabul: Cash Aid Provided to Family Who Lost Four Members in Recent #Snowfall
Monday, January 26, 2026
General President of the #ARCS, Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, provided #cash_assistance of 50,000 Afghanis at the central headquarters to the head of a family from Kabul’s 12th district. The family lost four members when their home collapsed due to heavy snowfall several days ago.
During the handover, Mr. Delawar expressed his condolences to the family head and assured them that the ARCS stands by them during this difficult time. He also stated that the ARCS plans to provide cash aid soon to 21 other families in #Khost, #Kandahar, #Maidan_Wardak, #Parwan, and #Ghor provinces who also lost family members due to recent snowfall.
It is worth noting that ARCS rescue teams arrived promptly after the incident, transported the injured to the hospital, and, at the request of the family head, transferred the deceased to their ancestral home in #Nangarhar.
🔗 https://arcs.af/dr/node/7793
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2015776993480982537 ]
