د #روژې په مناسبت؛ #پکتیکا کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو ۱۹.۱ ټنه خوراکي مرسته ووېشل شوه
سې شنبه، ۷ رمضان ۱۴۴۷
د #افغاني_سرې_میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ په شاوزه سیمه کې پر ۲۰۰ #اړمنو او بېوزله کورنیو ۱۹.۱ ټنه خوراکي مرسته ووېشل شوه.
په #مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۵.۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه، ۳ کیلو خُرما او ۱ کیلو شین چای شامل وو.
د مرستې موخه د روژې په مبارکه میاشت کې د اړمنو د #اقتصادي_ستونزو را کمول او د دوی د لنډمهاله خوراکي توکو د اړتیاوو پوره کول وو.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په نعمت آباد او چهاربران ولسوالیو کې پر ۶۰۰ اړمنو کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.
افغاني سره میاشت د خپلو اووه ګونو اصولو په رڼا کې د اړمنو او بېوزله هېوادوالو لاسنیوي ته دوام ورکوي.
=========================
19.1 Tons of Food Aid Distributed to 200 #Vulnerable Families in #Paktika for Ramadan
Tuesday, February 24, 2026
The #ARCS, with support from the #Qatar_Red_Crescent, distributed 19.1 tons of food assistance to 200 needy and vulnerable families in the Shawza area of Gumal District, Paktika Province.
Each family received 95.5 kilograms of essential food items, including 50 kg of flour, 24.5 kg of rice, 5 liters of cooking oil, 5 kg of sugar, 5 kg of beans, 2 kg of salt, 3 kg of dates, and 1 kg of green tea.
This #assistance aims to reduce the economic hardships of these families and meet their short-term food needs during the holy month of Ramadan.
It is worth noting that similar aid was previously distributed to 600 vulnerable families in Nemat Abad and Chahar Baran districts of the same province.
In line with its #fundamental_principles, the ARCS continues to support vulnerable and impoverished individuals.
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2026204519776846058 ]












