تخار؛ د #افغاني_سرې_مياشتې مرستيال له ولايتي څانګې ليدنه وکړه
پنجشنبه، ۱۳ ذوالقعده ۱۴۴۷
د #افغاني_سرې_مياشتې مرستيال، ښاغلي حافظ عزيز الرحمن، د خپل کاري سفر په ترڅ کې تخار ولايت ته سفر وکړ او هلته يې د دې ادارې له ولايتي څانګې څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې پر مهال، نوموړي د ادارې بېلابېلې برخې وارزولې او د #روغتيايي_خدمتونو ترڅنګ يې د بزګرانو د #مارکېټ د هغې پروژې د پرمختګ بهير وڅېړه، چې ټاکل شوې د يادې څانګې په ځمکه کې پلي شي. هغه همدارنګه د ترسره شويو #فعاليتونو، لاسته راوړنو او شته #اړتياوو په اړه معلومات ترلاسه کړل.
ښاغلي مرستيال د يادې ولايتي څانګې د مسؤولينو او کارکوونکو هڅې وستايلې او د #بشردوستانه_خدمتونو پر پراختيا، د #اړمنو خلکو پر ښه ملاتړ او د فعاليتونو پر #اغېزمنتيا يې ټينګار وکړ.
دا ليدنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې #افغاني_سرې_مياشتې هڅه کوي، څو د بېلابېلو #مرستندويه او #روغتيايي_خدمتونو له لارې د خلکو ستونزې راکمې او #اړمنو هېوادوالو ته دوامداره #بشري_مرستې وړاندې کړي.
🔗 https://arcs.af/dr/node/8719
================================
Takhar: #ARCS Vice President Visits Provincial Branch
Thursday, April 30, 2026
Hafiz Azizur Rahman, Vice President of the #ARCS, traveled to Takhar Province as part of his official visit, where he visited the provincial branch.
During the visit, he reviewed various departments and, in addition to #Health_Services, assessed the progress of a #Farmers_Market project planned for the branch’s land. He also received updates on ongoing #Activities, achievements, and current needs.
The Vice President praised the efforts of the branch’s officials and staff, emphasizing the importance of expanding #Humanitarian_Services, improving support for those in need, and enhancing the effectiveness of activities.
This visit comes as the #ARCS continues its efforts to reduce hardships through a range of #Relief and #Health_Services and provide sustained #Humanitarian_Assistance.
🔗 https://arcs.af/dr/node/8720
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2049881983430296003 ]



