#خوست؛ ۳،۰۰۰ #داخلي_بېځایه_شویو کورنیو ته د ۴۵ میلیونه افغانیو د نغدي مرستو وېش پيل شو
دوشنبه، ۱۲ شوال ۱۴۴۷
د #افغاني_سرې_میاشتې له لوري د خوست ولایت په ځاځي میدان، علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې ۳،۰۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴۵ میلیونه افغانیو #نغدي_مرستې د وېش لړۍ پیل شوه.
د دې لړۍ په لومړۍ ورځ، نن په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر ۱۲۰۰ بېځایه شویو کورنیو ۱۸ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته د #لومړنیو_اړتیاوو د پوره کولو او د اساسي ستونزو د کمولو په موخه ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
ټاکل شوې ده، چې د همدې مرستې په جریان کې به په راتلونکو دوه ورځو کې په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې هم پر ۱۸۰۰ کورنیو ورته مرسته ووېشل شي.
افغاني سره میاشت د خپلو #بشري_فعالیتونو له لارې د بېځایه شویو او زيانمنو کورنیو ملاتړ ته دوام ورکوي.
🔗 https://url-shortener.me/IZGB
=========================
#Khost: Cash Assistance of AFN 45 Million Begins to 3,000 #Internally_Displaced Families
Monday, March 30, 2026
The #ARCS, with support from the #ICRC, has started distributing 45 million Afghanis in #cash_assistance to 3,000 internally displaced families in Zazi Maidan, Alisher, and Gurbaz districts of Khost Province.
On the first day, 18 million Afghanis were distributed to 1,200 families in Zazi Maidan, giving each family 15,000 Afghanis to cover basic needs and ease essential hardships.
It is planned that over the next two days, similar assistance will also be distributed to 1,800 families in the districts of Alisher and Gurbaz.
Through its ongoing #humanitarian_work, ARCS continues to support displaced and vulnerable families.
🔗 https://arcs.af/dr/node/8384
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2038639111477874966 ]



