بلخ؛ د #افغاني_سرې_میاشتې #مرستیال د شمال زون له مرستون او اړوندو ادارو څخه لیدنه وکړه
سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې #مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، #بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمال زون په کچه له #مرستون، اړوندو ادارو او د دې ادارې له ملکیتونو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په مرستون کې د مېشتو اړمنو او بې سرپرسته کورنیو اړتیاوې وارزولې او د مسؤولینو له لوري وړاندې کېدونکي خدمات یې وستایل. همدارنګه، د هغوی د نه ستړې کېدونکو هڅو قدرداني يې وکړه او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې؛ څو د خدمتونو کیفیت لوړ شي او د اړمنو کورنیو اړتیاوو ته پر وخت او اغېزمنه رسېدنه وشي.
سربېره پر دې، ښاغلي #مرستیال د شمال زون رياست او بلخ د نماینده ګۍ له فعالیتونو او #ملکیتونو څخه هم لیدنه وکړه، د چارو بهیر یې وارزاوه او مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه، څو له شته امکاناتو څخه په منظم او مؤثر ډول ګټه واخلي او د خدمتونو د پراختیا او عوایدو د زیاتوالي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
================================
Balkh: #ARCS #Vice_President Visits Northern Zone Marastoon and Related Departments
Tuesday, April 28, 2026
During his visit to Balkh Province, #ARCS Vice President Hafiz Azizur Rahman visited the #Marastoon, related departments, and the organization’s properties in the northern zone.
He assessed the needs of vulnerable and female-headed families residing in the Marastoon and praised the services provided by the staff. He also expressed appreciation for their tireless efforts and made recommendations to improve coordination and organization, aiming to enhance service quality and ensure timely and effective assistance to families in need.
In addition, he visited the #Northern_Zone Directorate and the Balkh provincial branch, where he reviewed their activities and #properties. He instructed officials to make effective and organized use of available resources and to take practical steps toward expanding services and increasing revenue.
🔗 https://arcs.af/ps/node/8689
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2049090202552209666 ]








