#هرات؛ ۶۰ #زلزله_ځپلو کورنیو ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت استوګنیز کورونه وسپارل شول
پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷
د #افغاني_سرې_میاشتې له لوري د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د بیدک مراد کوهي کلي ۶۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت نوي #استوګنیز_کورونه جوړ او وسپارل شول.
د دغو کورونو د سپارلو په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د لویدیځ زون رئيس الحاج ډاکټر عبد البصیر رحماني، د اړوندو نمایندګیو رئیسانو، د هرات ولایت مقام پلاوي، د ګلران ولسوالۍ مسؤولینو، سیمه ییزو مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون درلود.
د #مراسمو په پیل کې د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ زون رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د استوګنیزو کورونو د جوړولو د #پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل، چې دغه پروژه د افغاني سرې میاشتې له لوري د زلزله ځپلو کورنیو د ملاتړ او #سر_پنا برابرولو په موخه پلې شوې ده.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرستندویه ادارو او سیمهییزو مسؤولینو له همکاریو مننه وکړه او د هرات زلزله ځپلو لپاره یې د افغاني سرې میاشتې د بشري مرستو، سرپناه او رغنیزو #فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، چې افغاني سره میاشت د #زلزلې له لومړیو شېبو د ژغورنې، روغتیايي خدمتونو او بشري مرستو له لارې د زیانمنو خلکو ترڅنګ ولاړه وه. هغه زیاته کړه، چې د ګلران ولسوالۍ د ۶۰ بابه نويو استوګنیزو کورونو جوړول د رغنیزو او سرپناه پروژو یوه مهمه برخه ده، چې د زلزله ځپلو کورنیو د سرپناه ستونزې د حل په موخه عملي شوې ده.
په پای کې د ګلران ولسوالۍ مقام د زلزله ځپلو او نورو #اړمنو هېوادوالو د ملاتړ په برخه کې د افغاني سرې میاشتې د ارزښتمنو خدمتونو د قدردانۍ په موخه د دې ادارې مسؤولینو ته ستاینلیکونه ورکړل.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د #چین_سره_صليب، په #افغانستان کې د چین سفارت، په #قطر کې د مېشتو افغانانو او د #اسلامي_همکاریو_سازمان په مالي ملاتړ تمویل شوې او د صمیم قاسمي ساختماني شرکت له لوري د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د بیدک مراد کوهي په کلي کې پلې شوې ده.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د سرپناه او رغنیزو پروژو له لارې د #طبیعي_پېښو له زیانمنو کورنیو سره د دوامدار ملاتړ زمینه برابره او د هغوی د باثباته ژوند لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
🔗 https://arcs.af/dr/node/9051
=========================
#Herat: Residential Houses Worth 20 Million AFN Handed Over to 60 #Earthquake_Affected Families
Thursday, June 11, 2026
The #ARCS has constructed and handed over 60 new #residential_houses, worth a total of AFN 20 million, to earthquake-affected families in Bidak Murad Kohi village, Gulran District, Herat Province.
The handover #ceremony was attended by Mr. Hafiz Azizur Rahman, Vice President of the ARCS; Alhaj Dr. Abdul Basir Rahmani, Head of the Western Zone; directors of the relevant ARCS branches; a delegation from the Herat provincial administration; officials of Gulran District; local elders; and residents of the area.
At the outset of the ceremony, the Head of the ARCS Western Zone welcomed participants and provided an #overview of the housing project. He noted that the initiative was implemented by the ARCS to support earthquake-affected families and help meet their shelter needs.
The Vice President of the ARCS then #expressed his appreciation to humanitarian organizations and local authorities for their cooperation and highlighted the organization’s humanitarian assistance, shelter support, and #construction activities for communities affected by the Herat earthquake.
He stated that the ARCS had stood alongside affected communities since the #immediate aftermath of the earthquake, providing rescue operations, healthcare services, and humanitarian assistance. He further noted that the construction of 60 new housing units in Gulran District forms an important part of the ARCS’s #shelter and construction program, aimed at addressing the housing needs of earthquake-affected families.
At the conclusion of the ceremony, the Gulran District administration presented #certificates of appreciation to ARCS officials in recognition of the organization’s valuable services in supporting earthquake-affected families and other #vulnerable members of the community.
The project was funded through the...
1/2
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2064926259231035871 ]







