#کابل؛ د لومړنیو روغتیايي مرستو روزونکو ته درې ورځنی #ښوونیز_ورکشاپ پیل شو
دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸
د #افغاني_سرې_میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د کابل په مرکزي دفتر کې د #لومړنیو_روغتیايي_مرستو د روزونکو لپاره درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
دغه ورکشاپ، چې د #سره_صلیب_نړیوالې_کمېټې په مالي ملاتړ ترسره کېږي، د هېواد د اووه زونونو د لومړنیو روغتیايي مرستو ۱۶ تنه روزونکي پکې ګډون لري.
د ورکشاپ په ترڅ کې به #ګډونوالو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو، د بې هوښۍ د حالت مدیریت، د وینې بهېدنې کنټرول، د ټپونو او ماتېدنو، سوځېدنو، د مصدومینو خوندي لېږد او د بېړنیو پېښو پر مهال د اغېزمن غبرګون په اړه نظري او عملي #زده_کړې وړاندې شي.
تمه ده، چې ګډونوال به د دې ورکشاپ له بشپړېدو وروسته د لومړنیو روغتیايي مرستو په برخه کې خپلې #مسلکي_وړتیاوې پیاوړې کړي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د بېړنیو حالاتو پر مهال د معیاري او اغېزمنو روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې لا فعال رول ولوبوي.
====================================
#Kabul: Three-Day Training Workshop Launched for #First_Aid_Trainers
Monday, June 29, 2026
The Health Department of #ARCS launched a three-day training workshop for first aid trainers at the central headquarters.
The #workshop, financially supported by the ICRC, is attended by 16 first aid trainers from the #country’s seven regional zones.
Throughout the workshop, #participants will receive both theoretical and practical instruction on first aid, the management of unconscious casualties, bleeding control, the #treatment of wounds, fractures and burns, the safe transportation of injured persons, and effective response during #emergency_situations.
Upon completion of the workshop, participants are expected to #strengthen their professional first aid competencies and play an even more active role in delivering standardized and effective #health_services across different parts of the country during emergencies.
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2071534763131699609 ]


