#کندز؛ ۵۸ رضاکارانو ته د #لومړنیو_روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې
پنجشنبه، ۲۰ ذو القعده ۱۴۴۷
د #افغاني_سرې_میاشتې له لوري د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ ۵۸ نارینه او ښځینه #رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې، چې له مخې یې هر رضاکار ته یوه بسته ورکړل شوه.
ټاکل شوې ده، چې یاد رضاکاران به د دغو بستو په وسیله د #بېړنیو_پېښو پر مهال زیانمنو هېوادوالو ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
دغه رضاکاران به همدارنګه د عامه پوهاوي له لارې په #سیمه کې د روغتیا، حفظالصحې او وقایوي تدابیرو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې لوړولو لپاره فعالیت وکړي.
افغاني سره میاشت د رضاکارانو د #ظرفیت_لوړولو او د بېړنیو پېښو پر مهال د چټکو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته پر وخت #بشري_مرستې ورسوي.
🔗 https://arcs.af/dr/node/8816
=========================
#Kunduz: Basic First Aid Kits Distributed to 58 #Volunteers
Thursday, May 7, 2026
The #ARCS distributed basic first #aid_kits to 58 male and female volunteers in Imam Sahib District of Kunduz Province, with each volunteer receiving one kit.
Using these kits, volunteers will provide basic first aid services to people affected during #emergencies.
The volunteers will also raise awareness in their communities about #health, hygiene, and preventive measures through public outreach activities.
The ARCS places special emphasis on building the #capacity of volunteers and ensuring the rapid delivery of healthcare services during emergencies. It also strives to provide timely #humanitarian_assistance to different segments of society.
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2052278751669469225 ]



