#نورستان؛ د جګړو له امله اغېزمنو ۱۷،۰۰۰ کورنیو ته د #خوراکي_مرستو وېش پيل شو
چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷
د #افغاني_سرې_مياشتې، د #سره_صليب_نړيوالې_کمېټې او د #خوړو_نړيوال_پروګرام په ګډه همغږۍ، د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د #جګړو له امله له ۱۷،۰۰۰ اغېزمنو کورنیو سره د خوراکي او روغتیا ساتنې توکو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
د دې #لړۍ په لومړۍ ورځ، د کامدېش ولسوالۍ په اور مړو او کمو سیمو کې چې د وروستيو جګړو له امله اغېزمنې شوې وې پر ۱،۸۰۰ کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
د #مرستې په دې کڅوړو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او د لاسونو د مینځلو صابونونه شامل وو، چې موخه یې د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د هغوی د اساسي ستونزو کمول دي.
ټاکل شوې ده، چې د همدې لړۍ په #دوام کې به په راتلونکو ورځو کې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو پر ۱۵،۲۰۰ نورو کورنیو هم د ورته توکو مرسته ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې د جګړو او #بېړنیو_پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه او د هغوی ملاتړ د افغاني سرې مياشتې له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.
=========================
#Nuristan: Food Aid Distribution Begins to 17,000 #Conflict_Affected Families
Wednesday, April 22, 2026
With coordination of the #ARCS, the #ICRC, and the #WFP, the distribution of food and health assistance to 17,000 conflict-affected families has begun in Kamdesh and Barg-e-Matal districts of Nuristan Province.
On the first day of the effort, #food_assistance was distributed to 1,800 families in the Oor Maro and Kamu areas of Kamdesh district, which had been affected by recent fighting.
The #assistance packages included flour, cooking oil, lentils, salt, and handwashing soap, aimed at meeting families’ basic needs and easing their hardships.
As the effort continues, similar assistance is expected to #reach another 15,200 families in Kamdesh and Barg-e-Matal districts in the coming days.
It is worth noting that timely assistance and #support for families affected by conflict and emergencies are among the key priorities of the ARCS.
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2046990721115464117 ]
#Afghanistan