#سرپل کې ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۲۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د #افغاني_سرې_میاشتې له لوري د سرپل ولایت د مرکز اړوند د بالاکېنت سیمې او سانچارک ولسوالۍ ۵۰۰ #راستنو_شویو او #سېلاب_ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

دغه مرسته د #ازبکستان هېواد په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لېټره غوړي، ۱۸ کیلو وریژې، ۹ کیلو بوره، ۹.۵ کیلو مکروني، ۳۸ پاکټه آش، ۵ کیلو بسکویټ، یو جوړ څپلۍ او یو شمېر نور اړین توکي ووېشل شول.

تمه ده، دغه #مرسته به د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي راستنو شویو او د طبيعي پېښو له امله #زیانمنو کورنیو ته د بشري مرستو له لارې د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پر وخت پوره کړي.

=========================

Food and Non-Food Assistance Provided to 500 Families in #Sar_e_Pul

Saturday, May 9, 2026

The #ARCS distributed food and non-food assistance to 500 #repatriated and #flood_affected families in the Bala Kinet area of the provincial capital of Sar-e-Pul Province and in Sancharak District.

The #assistance was provided with support from the Government of #Uzbekistan. Each family received 50 kg of flour, 10 liters of cooking oil, 18 kg of rice, 9 kg of sugar, 9.5 kg of macaroni, 38 packets of noodles, 5 kg of biscuits, a pair of sandals, and other essential items.

It is expected that this assistance will help meet the basic needs of these families.

The ARCS #strives to promptly meet the basic needs of repatriated families and those affected by #natural_disasters through humanitarian assistance.

Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2053035271692919140 ]

#Afghanistan