The United Nations’ World Meteorological Organization has warned that from June to August 2026, the world will experience increased instances of extreme heat, drought, unusual rainfall, and other climate-related challenges.
The organization states that the world must prepare for intense heat and destructive weather patterns.
The period from June to August was flagged as a time of concern following the United Nations’ World Meteorological Organization's prediction of the emergence of El Niño.
How do El Niño and La Niña develop?
When the waters in the central and eastern tropical Pacific Ocean reach unusually high temperatures, El Niño and La Niña conditions develop rapidly.
El Niño is characterized by rising temperatures and increased rainfall, while La Niña involves cooler waters, leading to drought due to a decrease in rainfall.
The United Nations’ World Meteorological Organization has also identified the regions most likely to be affected. According to the projections, temperatures will rise above normal in most parts of the world, rainfall will decrease in North Africa, and seasonal rainfall in South Asia will be below average.
The projections also indicate that Central America will experience even greater heat and drought.
Afghanistan is among the countries most affected by climate change; unusual rainfall or heat waves can pose significant challenges to people's lives.
#HariatRadio
Website link: https://hurriyat.af
د ملګرو ملتونو هوا پېژندنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د روان ۲۰۲۶ کال د همدې جون له میاشتې بیا د اګست ترنیمايي به په ټوله نړۍ کې د سختې تودوخې، وچکالۍ، غیر معمولي بارانونو او نورې موسمي ستونزې زیاتې شي.
د هوا پېژندنې دغه نړیوال سازمان ویلي، نړۍ باید شدیدې تودوخې او ویجاړوونکې هوا ته چمتووالی ونیسي.
له روانې جون بیا د اګست ترنیمايي هغه وخت په ګوته شوی چې د ملګرو ملتونو هوا پېژندنې ادارې یې د النینو د راڅرګندیدو وړاندوینه کړې.
النینو او لانینا څه ډول رامنځ ته کیږي؟
کله چې په مرکزي او ختیځ استوايي ارام سمندر کې د اوبو تودوخه په غیر معمولي ډول لوړې کچې ته ورسیږي، هغه مهال بیا النینو او لانینا حالت په چټکې وده کوي.
د تودوخې په زیاتیدو النینو رامنځ ته کیږي چې ورسره بارانونه زیاتیږي، خو د لانینا پر مهال بیا اوبه سړیږي چې د بارانونو د کمښت له کبله وچکالي راځي.
د ملګرو ملتونو هوا پېژندنې ادارې همداراز هغه سیمې چې ډیرې اغیزمنوي هم په ګوته کړي، د شوي اټکل له مخې د نړۍ په اکثریت سیمو کې به د تودوخې درجه د عادي حالت په پرتله لوړه شي، د افریقا شمالي سیمو کې به بارانونه کم او په سویلي اسیا کې به هم موسمي ورښتونه تر اوسط کم وي.
د شوي اټکل له مخې به په مرکزي امریکا کې تودوخه لا زیاته او دوبی به یې وچ وي.
افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو له امله یو له اغیزمنو هېوادونو دی، دلته غیرمعمولي بارانونه او یا د تودوخې یا سړې څپې راتګ کولی شي د خلکو ژوند له ننګونو سره مخ کړي.
#حریت_راډیو
ویبسایټ لېنک https://hurriyat.af
Source: Hurriyat Radio Pashto (@HurriyatPa)
[ https://x.com/HurriyatPa/status/2062049896933343295 ]
#Afghanistan #America