#نورستان کې د ۱۳۰ زده کوونکو درې میاشتنۍ زده کړې په #ازموینه پای ته ورسېدې

دوشنبه، ۲۰ رمضان ۱۴۴۷

د #افغاني_سرې_میاشتې د نورستان په ښوونیز مرکز کې د ۱۳۰ #زده_کوونکو درې میاشتنۍ زده کړې بشپړې شوې.

دغه زده کوونکي د اسلامي ښوونې او روزنې، انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ریاضي په برخو کې له درې میاشتنیو #زده_کړو وروسته د وروستۍ ازموینې له ترسره کېدو سره فارغ شول.

په یاد مرکز کې دا مهال ۲۹۰ تنه زده کوونکي، چې د خصوصي #ښوونیزو_مرکزونو د فیس ورکولو وس نه لري، په بېلابېلو تعلیمي او مسلکي برخو کې په وړیا ډول زده کړې ترلاسه کوي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د ښوونیزو مرکزونو له لارې اړمنو ځوانانو ته د #مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي؛ څو هغوی خپلې وړتیاوې لوړې او د مهارتونو پر مټ خپل راتلونکی روښانه کړي.

=========================

130 #Students’ Three-Month Course Concludes with Final Exam in #Nuristan

Monday, March 9, 2026

The three-month course for 130 students at the #ARCS training center in Nuristan has concluded.

The students graduated after receiving training in Islamic education, English, computer skills, and mathematics, culminating in a final exam.

Currently, 290 students at the center, who cannot afford the fees of private #educational_institutions, are receiving free education in various academic and professional fields.

The ARCS strives to provide vulnerable youth with #opportunities for professional training through its training centers, enabling them to enhance their #skills and secure a brighter future.

Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2030901442676981942 ]

#Afghanistan #Islam