#کابل؛ د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم د ام ډي ډاکټر #بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه
یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷
د #افغاني_سرې_میاشتې اړوند د کابل ولایت د #لومړي_ګرځنده_روغتیايي ټیم لپاره د ام ډي ډاکټر په خالي بست د یوه وړ او مسلکي روغتیاپال د ګمارنې په موخه له نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه.
یاده #ازموینه، چې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري تنظیم شوې وه، ۶۴ تنو روغتیاپالانو پکې ګډون کړی و. ټاکل شوې ده، چې د بشپړ عدالت او #روڼتیا له مخې د تحریري ازموینې د پایلو له ارزونې او د تقريري ازموینې له ترسره کېدو وروسته به مخکښ نوماندان په ګوته او پر یاد بست به وګمارل شي.
=========================
#Kabul: Exam Held for First Mobile Health Team MD Doctor #Position
Sunday, June 14, 2026
A #written_exam was held for candidates applying for the vacant MD doctor position with the First #Mobile_Health_Team of the ARCS in Kabul to #recruit a qualified and professional healthcare worker.
The exam, organized by the Department of Staff Affairs, was attended by 64 #candidates. Following a fair and transparent recruitment process, the written test results will be evaluated, and oral #interviews will be conducted. The top-performing candidate will then be identified and appointed to the position.
🔗 https://arcs.af/ps/node/9074
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2066092391824535701 ]



