#نورستان؛ په کامدېش او برګمټال کې د #جګړو له امله ۱۷ زره اغېزمنو کورنیو ته د مرستو وېش پای ته ورسېد
شنبه، ۱۵ ذو القعده ۱۴۴۷
د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د جګړو له امله ۱۷ زره اغېزمنو کورنیو ته د #بشري_مرستو وېش نن بشپړ شو.
د ټاکل شوي #پلان له مخې، په کامدېش ولسوالۍ کې څه باندې ۱۰،۵۰۰ او په برګمټال کې څه کم ۶،۵۰۰ کورنیو ته مرستې ووېشل شوې.
دا مرستې د #افغاني_سرې_میاشتې، د #سره_صلیب_نړیوالې_کمېټې او د #خوړو_نړیوال_پروګرام په ګډې همغږۍ ترسره شوې.
په دغو #مرستو کې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، دال، مالګه او د لاسو مینځلو صابونونه ورکړل شول.
د یادو مرستو موخه د #جګړه_ځپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د هغوی د ژوند د ستونزو تر يو حده کمول و.
=========================
#Nuristan: Aid Distribution to #Conflict_Affected Families Completed in Kamdesh and Barg-e-Matal
Saturday, May 2, 2026
The #distribution of humanitarian assistance to families affected by conflict was completed today in the Kamdesh and Barg-e-Matal districts of Nuristan Province.
According to the #plan, assistance was provided to more than 10,500 families in Kamdesh and nearly 6,500 families in Barg-e-Matal.
The #aid was delivered through joint coordination between the #ARCS, the #ICRC, and #WFP.
As part of the assistance, each family received flour, cooking oil, lentils, salt, and handwashing soap.
The #assistance aimed to meet the basic needs of conflict-affected families and help ease their hardships to some extent.
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2050456726718365799 ]
#Afghanistan