#افغاني_سرې_میاشتې ننګرهار کې د ورښتونو له امله زیانمنو شوو ۲ کورنیو سره #نغدي_مرسته وکړه
سې شنبه، ۸ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د #ننګرهار ولایت د نازیانو او دُر بابا ولسوالیو له هغو ۲ کورنیو سره، چې د #سختو_ورښتونو او خونو د چت پرېوتو له امله په کې ۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی و؛ نغدي مرسته وکړه، چې هرې کورنۍ ته ۱۱،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
دغه مرسته له یادو کورنیو سره د بېړني لاسنیوي او بشري خواخوږي په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د یوې بې طرفې او بشرپالې ټولنې په توګه، تل هڅه کوي چې د پېښو له امله د زیانمنو شوو کورنیو لاسنیوي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
=========================
#ARCS Provided Cash Assistance to Two #Rainfall_Affected Families in #Nangarhar
Tuesday, January 27, 2026
The ARCS provided #cash_assistance to two families in the Nazyan and Dur Baba districts of Nangarhar Province following #heavy_rainfall and the collapse of house roofs that resulted in two fatalities. Each family received 11,500 Afghanis.
This assistance was provided to these families as part of #emergency_response and #humanitarian_support.
As a neutral and humanitarian organization, the ARCS remains committed to providing timely assistance and addressing the needs of families affected by disasters.
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2016093083109138769 ]
#Afghanistan #Nangarhar