#پکتیکا کې پر ۲۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ #نغدي_مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د #افغاني_سرې_میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ #داخلي_بېځایه_شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د همدې ولایت په سروبي ولسوالۍ کې پر ۲۰۰ بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې وه.

افغاني سره میاشت له #طبیعي_پېښو او ناورینونو سره د مخ شوو کورنیو ملاتړ له خپلو مهمو بشري لومړیتوبونو څخه ګڼي.

=========================

AFN 34.5 Million Distributed to 2,300 #Displaced_Families in #Paktika

Sunday, March 29, 2026

The #ARCS, with support from the #ICRC, distributed 34.5 million Afghanis to 2,300 internally displaced families in Barmal, Shakin, and Tarwa districts of Paktika Province.

Each family received 15,000 Afghanis to meet their #basic_needs.

Yesterday, 2.1 million Afghanis were also distributed to 200 displaced families in Surobi District of the same province.

The ARCS considers supporting families affected by #natural_disasters as one of its top humanitarian priorities.

Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2038269001634328623 ]

#Afghanistan #Paktika

#کندهار کې له ۷۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د #افغاني_سرې_میاشتې له لوري د کندهار ولایت په بولدک ولسوالۍ کې له ۷۰ داخلي #بېځایه_شوو_کورنیو سره د بېړني ملاتړ په موخه ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته درې ترپالونه، یو سولري تخته، ۵۰ متره برقي تار، یوه ۱۰۰۰ لیټره د اوبو ذخیره او درې څراغونه ورکړل شول.

=========================

Non-Food Assistance Provided to 70 Internally #Displaced_Families in #Kandahar

Thursday, November 20, 2025

The #ARCS, with the support of the #ICRC, has provided five types of non-food assistance to 70 internally displaced families in the Boldak district of Kandahar province as part of an emergency response. Each family received three tarpaulins, one solar panel, 50 meters of electrical wire, a 1,000-liter water storage tank, and three lamps.

Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/1991515507812450436 ]

#Afghanistan #Kandahar