د #افغاني_سرې_میاشتې عمومي رئيس د #نړیوال_فدراسیون د آسیا پاسیفیک له مشر سره د راستنو شوو کورنیو پر ملاتړ خبرې وکړې
سې شنبه، ۱ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د #آسیا_پاسیفیک برخې له مشر ښاغلي الکساندر متیو او له مل پلاوی سره وکتل.
کتنه کې #اړمنو او #راستنو_شوو کورنیو ته د مرستو راجلبولو په اړه د بحث سربېره ښاغلي دلاور د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې راستنو شوو کورنیو سره د ترسره شوو خوراکي، غیر خوراکي توکو او نغدي مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې په بشپړ شفافیت او عدالت مستحقو کورنیو ته رسول شوې دي.
دغه راز عمومي رئیس د راستنو شوو کډوالو د دوامداره لاسنیوي او د هغوی د ځان بسیاینې په موخه د #بېړنیو_مرستو غوښتنه وکړه او د هغوی ملاتړ یې د ټولو ګډ مسؤولیت وباله.
د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د آسیا پاسیفیک برخې مسؤول د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د دې ادارې له لارې به راستنو شوو او اړمنو کورنيو سره پراخې مرستې ترسره کړو.
نوموړي زیاته کړه، چې راستنو شوو کډوالو او اړمنو کورنیو ته د مرستو جلبولو په موخه به د افغاني سرې مياشتې مشرتابه ته بهرنیو هېوادونو کې د مرستندویه بنسټونو له مسئوولینو سره د لیدنو زمینه برابره کړي.
=========================
#ARCS General President Meets #IFRC Regional Director for Asia-Pacific to Discuss Support for #Repatriated_Families
Tuesday, January 20, 2026
Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, met with Alexander Matheou, the Regional Director for #Asia_Pacific at IFRC, along with his delegation.
During the meeting, alongside discussions on mobilizing aid for #vulnerable and repatriated families, Mr. Delawar provided an update on the food, non-food items, and #cash_assistance provided to returnee families across 18 provinces. He assured that aid from international organizations has been delivered with full transparency and fairness to those most in need.
Mr. Delawar also called for #urgent and sustained support to help repatriated refugees achieve self-reliance, emphasizing that this responsibility should be shared by all stakeholders.
Mr. Matheou praised the ARCS for its ongoing efforts and pledged expanded support for repatriated and vulnerable families through the organization’s programs.
Furthermore, he noted that arrangements would be made to facilitate meetings between ARCS leadership and officials from international aid organizations in foreign countries to further mobilize assistance for repatriated and vulnerable families.
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2013588045723754589 ]




Hacker News